د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د منګجک له ولسوال محترم حاجي خداینظر پهلوان سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د جوزجان ولایت د منګجک ولسوال محترم حاجي خداینظر پهلوان خبرې وکړې او د یادې ولسوالۍ د اجتماعي او امنیتي وضعیت ترڅنګ یې د خپلو فعالیتونو او کړنو راپور د ریاست الورزاء اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین د خلکو د خدمت، د امنیت د تامین او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.
د منګجک ولسوال د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د مواصلاتي لارو د ترمیم او د روغتیایي کلینیکونو د ایجاد برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د سرتاسري امنیت تامین او د اجتماعي رفاه ایجاد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخه کې لا زیات مکلفیت لري.
د ریاست الوزراء ادراي مرستیال پورته ذکر شویو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسیدګي وکړي.