د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د فراه والي محترم مولوي غوث الدین رهبر د دې ولایت د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او حکومتولۍ د وضعیت او سیمه ییزې ادارې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الورزاء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
د فراه والي زیاته کړه، یاد ولایت له ایران سره د ګډې پولې په لرلو سره د زیات شمېر بېرته راستانه شویو مهاجرینو کوربه دی چې امارتي مسؤلینو یې تر دې مهاله د ستونزو د حل په برخه کې زیاتې هلې ځلې کړي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، ولسونو په ځانګړي ډول بېرته راستانه شویو مهاجرو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي او مسؤلین هم توانېدلي ترڅو د مهاجرینو موضوع په بهتره توګه مدیریت کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بېرته راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ په برخه کې د سیمه ییزو مسؤلینو د کړنو قدرداني وکړه وې ویل، له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو بېرته راستنېدل مهمه موضوع ده او د اسلامي امارت مسؤلین تل هڅه کوي چې د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د دوی شته ستونزو ته رسیدګي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.