د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت رئیس میخایل الکساندرویچ مالچنوف او د ګیدرو ماش نړیوال شرکت رئیس سید امین سید محمد ویچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د روسیې هیواد د یادو شرکتونو استازو د امارتي ادارو د مسولینو له چلند او ملیمه پالنې څخه خوښي څرګنده کړه.
د خیمپروم سرویس نړیوال شرکت رئيس میخایل الکساندر مالچنوف ویچ لیوالتیا وښوده چې د کابل ښار کثافاتو ټولولو او پروسس، په کابل کې د (۱۳۰) میګا واټ برښنا د تولید په ظرفیت د (۱۴) توربینونو نصبولو او د برښنایي حکومتولۍ په موخه د سیستم جوړونې په برخو کې، پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د کابل ښار کثافات به د راټولولو او پروسس په پایله کې په ګاز، برق او سرې (کیمیاوي کود) تبدیل او له امله به یې 4200M3 ګاز او په لویه کچه کیمیاوی کود تولید شي.
د ګیدرو ماش نړیوال شرکت رئيس سید امین سید محمد ویچ څرګنده کړه، له (۵۰۰۰) ډولونو د ډیرو پمپونو د تولید وړتیا لري او په (۶۲) هیوادونو کې تکنالوژیک خرڅلاو ترسره کوي،
نوموړي لیوالتیا وښودله چې د افغانستان په کچه ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو کې د څښاک اوبو رسونی، د نفتو رااېستلو او تصفیې په برخو کې پانګونه وکړي.
همدارنګه دواړو شرکتونو خپلو امکاناتو ته په پام په افغانستان او روسیه کې د افغان متخصصینو روزنې ته چمتووال وښود.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل دنیاوال اوس د افغانستان له واقعیتونو خبر شوي، اسلامی امارت د خلکو د ژوند او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي. موږ د ټولو هیوادونو سوادګرو او پانګوالو سره مثبت تعامل غواړو. لازم شرایط او اسانتیاوي ورته برابروو او ملاتړ یې کوو.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس هغوی ته په خطاب کې وویل،
ستاسو وړاندیزونه خورا ښه دي د برښنا، ګاز تولید ټکنالوژیکی اسانتاوي او د څښاک اوبو رسونه د افغانستان لپاره ډېرې مهمې برخې دي.