د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومیا سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر وویل، جاپان او افغانستان اوږدې تاریخي اړیکې لري او هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو د پراختیا لېوالتیا لري.
نوموړي وویل، جاپان غواړي د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو په جوړولو او نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.
د جاپان سفیر دغه راز له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې د بیارغاونې، پراختیايي چارو، روغتیا او د ظرفیت لوړولو په برخو کې پروژې پلی کړي.
ښاغلي کورومیا وویل، نه یوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه پوهېږي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې پام وړ پرمختګ کړی دی، په افغانستان کې واحد نظام حاکمیت لري او سراسري امنیت تامین دی.
په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له افغانستان سره د جاپان د بشري مرستو مننه او د هغو د دوام ټینګار وکړ.
نوموړي وویل جاپان تل په افغانستان کې د سولې، ثبات او پراختیا ملاتړ کړی او اړتیا ده چې د افغانستان د زېربناوو رغاولو او د پراختیايي پروژو پیلولو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، دا مهمه ده چې ټول افغانان له دولتي مرستو او خدماتو برخمن او په حکومت کې شامل دي.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې افغانستان به هیچا ته هم د ګواښ په توګه مطرح نشي او نه به چاته اجازه ورکړي چې افغانستان د چا پر ضد وکاروي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، او غواړي هره مسئله د خبرو له لارې حل شي. هغه وویل: موږ د ټولو هېوادونو اندېښنو ته درناوی لرو او چمتو یوو چې د خبرو له لارې یې اندېښنې ځواب کړو.