د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ له یو شمیر علماؤ او متنفذینو سره وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې یادو مشرانو او علمای کرامو د درزاب ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی زیاته کړه، په یاده ولسوالۍ کې امنیت په پشپړه توګه تامین دی. یادو مشرانو په ټولو برخو کې د اسلامي امارت توجه ته په پام د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د دې ولسوالۍ په لېرې پرتو سیمو کې دې د دیني مدرسو او ښوونیځو د ایجاد او انکشافي پروژو د تطبیق برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، د سرتاسري امنیت تامین او ټولو ولسونو ته د لازمو خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي چې مسؤلین یې په دې برخه کې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره دې برخې ته لازمه رسیدګي وکړي.