د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب والي محترم داملا محمد شعيب رسالت او امنيه قومندان محترم داملا سراج الدين احمدي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د فارياب او جوزجان ولايتونو د مختلفو ادارو يو شمېر رئيسانو هم حضور درلود، لومړی د فارياب ولايت والي او امنيه قومندان د نورو په استازیتوب په دې ولايت کې د ټولنیز او اقتصادي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ او همداراز د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی وویل، په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تأمين دی او محلي مسؤولين خلکو ته د خدمت، د هغوی د ستونزو لمنځه وړو او ټولنيزې هوساينې رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.
يادو مسؤولينو په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت تل ټولو برخو ته پاملرنه لري، د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل ترڅو د ښوونځيو، مدرسو او په لرې پرتو سیمو کې د روغتيايي کلينيکونو جوړولو او همداراز د اوبو بندونو جوړولو ته، جدي پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د محلي مسؤولينو فعاليتونه او کړنې وستايلې.
د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، د سراسري امنيت تأمين، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د خلکو د ستونزو لمنځه وړل د اسلامي امارت لومړیتونو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسؤولين په دې برخه کې لا زياته هڅه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړانديزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دې برخو ته رسيدګي وکړي.