د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د مختلفو ولایتونو له یو شمېر کڼو هېوادوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې، محترم یارمحمد د کڼو هېوادوالو اشاریي خبرې شریکې کړې وې ویل، ټول کاڼه په هیواد کې د سراسري امنیت په تأمین خوښ دي او دا یې د هیواد د پرمختګ لپاره مناسب فرصت وباله.
نوموړي زیاته کړه، کاڼه هېوادوال د اسلامي امارت له مسؤولینو څخه غواړي چې هغوی ته د ښوونې او روزنې، کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی هم د فعالو کسانو په توګه د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د مسؤول حکومت په توګه، د سراسري امنیت تأمین، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول، د کارموندنې زمینې برابرول او د ټولنې هر فرد ته د زده کړو اسانتیا رامنځته کول خپله ژمنتیا بولي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤولین د ښوونې او روزنې، د هیوادوالو د ستونزو له منځه وړلو او په هیواد کې د اقتصادي او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.