د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال مولوي محمد یونس راشد په مشرۍ د هيواد د ۳۴ ولایتونو د ځوانانو چارو له امرينو او مديرانو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې چې د ولایتونو د ځوانانو چارو امرينو د ظرفیت لوړولو له لس ورځني سیمینار وروسته ترسره شوه، د هرات او ننګرهار د ځوانانو چارو امرينو د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې د ځوانانو چارو امرين هڅه کوي چې د ځوانانو سالمې روزنې ته زمینه چمتو او په ځوانانو کې د ناسمو افکارو له خپرېدو مخنیوی وکړي.
دوی زیاته کړه، په تېرو شلو کالو کې له نظامي یرغل سره سم فرهنګي یرغل هم په افغان ټولنه کې لیدل کېده چې د اسلامي امارت له بریا سره سم یې د خپرېدو مخه نیول شوې خو اغېز یې لا هم پاتې دی.
د هرات او ننګرهار د ځوانانو چارو امرينو څرګنده کړه، که لا ډېر امکانات ورته برابر شي، نو کولای شي چې د ځوانانو د انسجام او روزنې په برخه کې نور هم زيات کار وکړي.
وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د ځوان نسل د روزنې لپاره د ځوانانو چارو د امرينو لوړ ظرفیت اړتیا وبلله وې ويل، د ځوانانو چارو معينيت دندو ته په کتو به د دې برخې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه لا ډېر روزنیز پروګرامونه ترسره شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبیر، ځوانان د ټولنې مهم قشر وباله وې ویل، د ځوان نسل روزنه او سم لوري ته د هغوي لارښوونه مهمه اړتیا ده.
محترم مولوي عبد الکبیر زیاته کړه، څرنګه چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره ځوانانو ډېره قرباني ورکړي نو په اوسني نظام کې هم ډېره ونډه ځوانانو ته ورکول شوې او اسلامي امارت له ځوانانو څخه رامنځ ته شوی دی.
د رياست الوزراء د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت غواړي راتلونکی نسل په اسلامي روحیه او افغاني ارزښتونو سمبال وروزي.
محترم مولوي عبد الکبیر د خپلو خبرو په پای کې د ځوانانو چارو امرينو ته لارښوونه وکړه، چې خپل مسوولیتونه پر وخت او سم ډول ترسره او د ځوانانو روزنې ته لا ډېره زمینه برابره کړي، ځکه د هېواد راتلونکی د همدې ځوانانو په لاس کې دی.