د افغانستان اسلامي امارت د ریاست
الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د پمپ سټېشنونو اتحادیې له یو شمېر تاجرانو او مسوولینو سره وکتل.
په پيل کې هغوی د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او وې ویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ټول هیوادوال او په ځانګړې توګه تاجران او پانګوال له هر ډول اندېښنې پرته او په بشپړ ډاډ کار او ورځنی ژوند کوي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.
هغوی په هیواد کې د سوداګرۍ په غوړېدا او اقتصادي زمینو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، ټول تاجران او پانګوال په هیواد کې پانګونې ته لېواله دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د تاجرانو او پانګوالو د سر او مال د امنیت تامین، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هیوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو پانګونو هرکلی او تاجرانو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره لازم اقدامات کوي.