د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولین وایي، چې په راتلونکي کال کې به د دغې ادارې، زر تنه ممتازو فارغانو ته، د کار زمینه برابره کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، چې د چهارشنبې په ورځ (۱۶ کب ۱۴۰۲) یې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په دې اړه معلومات ورکول وویل: مونږ هڅه کوو چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د رشتوي استادانو د ګومارنې پروسه په تدریجي ډول مسلکي کړو، په همدې موخه د یوه منظم میکانیزم پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، زر تنه ممتاز فارغان د دې ادارې اړوند انسټیټوټونو او لېسو کې په قراردادي ډول، پر دندو ګومارو.
ښاغلي شهامت زیاته کړه، چې د کال په اوږدو کې به په منظم ډول د نویو استادانو ارزونه تر سره شي او د ارزونې پایلو ته په کتو به وړ استادان، د ۱۴۰۴ او نورو کلونو لپاره په رسمي توګه استخدام شي.
دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، په تدریجي ډول د مسلکي او رشتوي استادانو د تشې ډکول، محصلینو سره د عملي پروژو او پرکتیک دوره کې مرسته کول، د لېسو او حرفوي برنامو د عملي زده کړو پروګرام ښه تطبیق او د محصلینو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول؛ د دې ګومارنې د اساسي موخو په توګه یاد کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، د ۱۱ سکتورونو په ۷۲ څانګو کې محصلین روزي او په روان کال کې یې ۳۶ زره محصلین فارغ کړي دي.