د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د (نیالګیو کېنول، د وچکالۍ له منځه وړل) تر عنوان لاندې ملي پروګرام د پيل په مراسمو کې چې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو استازو او مسؤولینو برخه درلوده، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل چې د نیالګیو کېنول د افغانستان د اقلیم د بدو اغېزو، د پاکې هوا په موخه د هوا د ککړوالي او وچکالۍ سره د مبارزې غوره لار ده. زه له ټولو هیوادوالو غواړم چې د اوبو په مصرف کې مسؤولانه چلند وکړي او د ښې راتلونکې لپاره نیالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د لسیزو جګړو، اشغال او اقلیمي بدلون له امله تودوخه او د هوا ککړتیا زیاته شوې، ځنګلونه او زرغونې سیمې زیانمنې شوي دي. دغه راز افغانستان تر اوسه هم د اوبو رسولو او کانالیزاسیون یو منظم سیستم نه لري، چې له امله یې نن کابل او یوشمېر نورې سیمې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دی.
محترم مولوي عبدالکبیر په ټینګار وویل چې اسلامي امارت د کابل د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال پر سیستم غور کړی او دغه پروژه به عملي شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دغو مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، د وچکالۍ او ځنګلونو د قطع کولو له امله د افغانستان اقتصاد زیانمن شوی چې فقر او بیکاري یې ډېره کړې ده، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د ځنګلونو وهل منع اعلان شوي او د زیانمنو شویو سیمو د احیاء هڅې روانې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري د اوبو مهارولو لپاره کار روان دی چې د هیواد په ټولو ولسوالیو کې به د اوبو د مهارولو او وچکالۍ د کابو کولو لپاره بندونه جوړ شي. اسلامي امارت د هېواد د کرنیز انقلاب او پياوړتیا لپاره د قوش تېپې کانال په جوړولو کار پيل کړی، چې لومړی فاز یې پای ته رسېدلی او پر نورو یې کار روان دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، سږکال له افغانستان څخه د تازه مېوو په صادراتو کې کابو ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې راتلونکي کال کې به نور هم پراختیا ومومي. همداراز زموږ ډېری صادرات قزاقستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته شوي دي.