د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له منګولو د ژغورل شوي ماشوم عبدالفهیم له کورنۍ او خپلوانو سره د هغوی په استوګنځي کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ څو تنو منسوبینو هم حضور درلود، محترم مولوي عبدالکبیر د انسان تښتوونکو له منګولو د عبدالفهیم د ژغورنې په برخه کې د امنیتي ادارو او مجاهدینو هڅې وستایلې او هغه یې له ویاړه ډکې وبللې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عبدالفهیم د کورنۍ غړو ته د امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، ټولې امنیتي ادارې د خلکو د سر او مال خوندي کولو لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
محترم مولوي عبدالکبیر پوځي مسؤولینو ته په خطاب کې وویل، د انسان تښتوونکو او هغو ډلو پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي چې د ولس ارامتیا او د ټولنې نظم او امنیت خرابوي.
وروسته د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ د اسلامي امارت له هڅو مننه وکړه او وې ویل، د اسلامي نظام په راتګ سره د ولس هیلې ژوندۍ شوي، د افغانانو غږ اورېدل کیږي او خپل حق ترلاسه کولای شي. دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت د مجاهدینو د رښتینو هڅو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو د هغوی ماشوم راخلاص او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.