د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د مختلفو ولایتونو يو شمېر علماوو، متنفذينو او مجاهدينو او د بلخ ولايت يو شمېر علماوو سره په جلا توګه وکتل.
په دې کتنه کې، د هيواد د مختلفو ولایتونو علماوو، متنفذينو او مجاهدينو د سراسري امنيت تأمين، د اقتصادي زمينو پراختيا، پانګونې او په هيواد کې د اداري فساد لمنځه تللو په برخو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي وښوده.
دغو علماوو، مشرانو او مجاهدينو د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل ترڅو کارموندنې او د هيواد په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د بلخ له علماوو سره د رياست الوزرا اداري مرستيال په ليدنه کې، محترم مولوي محمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د بلخ ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او د اسلامي امارت رهبري څخه يې وغوښتل ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځيو، مدرسو او دارالايتامونو جوړولو او د کارموندنې فرصتونو ته پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، علماء او د هيواد مشران د خلکو د مختلفو اقشارو ترمنځ د يووالي پياوړتيا او د عامه افکارو تنوير په برخو کې مهم رول ترسره کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د سراسري امنيت تأمين، خلکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کول او د انکشافي پروژو تطبيق د اسلامي امارت ژمنې دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د هغوی د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به يادو غوښتنو او وړانديزونو ته د رسيدګي لپاره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اقدام وکړي.