د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د مؤظف پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ د ياد پلاوي د اعضاو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هيواد د يو شمېر بېلابېلو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو په موخه د دغو ادارو د مسؤلينو په حضور کې، هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.