د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو او د ماليې وزارت د مسلکي استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د لارښوونې پر اساس، په منظور شوې بودجه کې د تعديلاتو پر طرزالعمل بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.