د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د دولسګونو کمېټو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی ګومارل شویو دولسګونو کمېټو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
وروسته له بېلابېلو هیوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د شمېر، د نغدي مرستو د وېش د څرنګوالي او هغوی ته خوراکي توکو، البسې او مسکن د برابرولو، هیواد ته د راستنو شویو تاجرانو او پانګوالو د ثبت او تثبیت د ډول په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولسګونو کمېټو مسوولینو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوست هیواد عربي متحده اماراتو د یومیلیون او اته سوه زرو ډالرو نغدي مرستې د مننې ترڅنګ د راستنو شویو کډوالو ټولو مستحقو کورنیو ته د یادو مرستو د وېش په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وکړه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.