د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او ازبکستان په فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، تاريخي او مذهبي برخو کې دوستانه او د ورورګلوۍ روابط لري او هیله لرو چې دغه روابط لا پراخ شي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پولو هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او الحمدلله له څلورو لسیزو وروسته په ټول افغانستان کې سوله او ارامي راغلې او ټول ملت د وروڼو په څېر ژوند کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د داعش فتنه چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده لمنځه وړل شوې، د نشه یي توکو کر، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر شوی دی، نوموړي زياته کړه له ټولو ګاونډیانو په ځانګړي ډول ازبکستان سره د اسلامي امارت روابط نیک او دوستانه دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، موږ د ترانزیټي پروژو په ځانګړي ډول کاسا زر، ټاپي او د افغان ـ ټرانس ریل پټلۍ پروژو په څېر، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره وصلوي، د تطبیق په هڅه کې یوو.
وروسته، د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان د همکاریو ډاډ ورکړ وې ویل، افغانستان ته زموږ سفر ځانګړی ارزښت لري چې ورسره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ نوې پاڼه پرانیستل شي. دغه راز د ازبکستان جمهور رئیس محترم شوکت میرضیایف له افغانستان سره اړيکو ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي دېته په اشارې چې افغانستان او ازبکستان لرغونې دوستي لري او موږ باید ددې اجازه ورنکړو چې دغه هیواد یوازې پاتې شي وویل، افغانستان په تېرو دوو کلونو کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې او اقتصادي وده او ثبات یې يې په تېرو څلوېښتو کلونو کې بېساری او د ستاینې وړ دي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې په افغانستان کې د ځمک پېژندنې، کانونو، کرنې، د اوبو سرچینو او د مزار شریف او د ازبکستان د سرخان دریا ولایتونو ترمنځ د ګډو کارخانو جوړولو په برخو کې د خپلو تجربو شریکولو ته چمتو دی.
نوموړي څرګنده کړه، د افغانستان د وړاندیز مطابق په مزار شریف کې د امام بخاري (رح) د مدرسې جوړولو په موخه د ازبکستان له لوري د تخنیکي څېړنو پړاو پیل شوی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو پای کې وویل: موږ بشپړ تیاری لرو چې له ازبکستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې په همکارۍ او همغږۍ مخکې ولاړ شوو او له مختلفو برخو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د اقتصادي پروژو له تطبیق سره ستاسو له لېوالتیا څخه مننه کوو.