د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف په خپلو خبرو کې پر یاد ملاقات خوښي څرګنده کړه وې ویل، اذربایجان او افغانستان د ګډو دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو ترڅنګ د یوه بل ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
الهام محمدوف زیاته کړه، اذربایجان په افغانستان کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو او د نشه یي توکو د کښت، تولید او قاچاق په محوه کولو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي. نوموړي زیاته کړه، دا یو تاریخي فرصت دی چې اذربایجان په کابل کې سفارت پرانیزي، ځکه غواړي په ټولو برخو کې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
د اذربایجان سفیر دېته په اشارې چې تېر کال یې د هیواد یوه لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر درلود چې په ترڅ کې په کابل او باکو کې د اذربایجان او افغانستان دیپلوماټان ومنل شول، زه هیله لرم چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د اذربایجان اړیکې او تعاملات لا پیاوړي کړم.
الهام محمدوف څرګنده کړه، هیواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي، خو پدې برخه کې یې هیواد د اسلامي امارت هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر الهام محمدوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د نوموړي د نوي ماموریت او سفارت پرانیستلو مبارکي ورکړه وې ویل، هیله من یم چې ستاسې شتون به د افغانستان او اذربایجان د اړیکو په پراختیا کې مهم او اغېزمن واقع شي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت له اذربایجان سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او د همکاریو زیاتوالي ته لېواله دی او تل یې د ناګورنو قره باغ په موضوع کې د اذربایجان له دریځه ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي. دغه راز دواړه هیوادونه د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا ښه وړتیاوې لري او اړتیا ده چې د متقابل درناوي په فضا کې له دې ظرفیتونو استفاده وکړو.
محترم مولوي عبدالکبیر دېته په اشارې چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او اساس یې له هیوادونو سره په اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ولاړ دی وویل، موږ په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار پیل کړی او هڅه کوو لدې اړخه د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو. اسلامي امارت لېواله دی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پل حیثیت ولري، نو غواړو چې د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره غوره شرایط برابر کړي، له همدې امله د اذربایجان له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، اسلامي امارت به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د اذربایجان موقعیت او ترانزیټ ته په اشارې وویل، موږ غواړو خپل سوداګریز توکي لدې لارې د اروپا بازارونو ته ورسوو، پدې برخه کې د اذربایجان شتون او رول مهم بولو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د سیمه ییز ثبات، پراختیا او د همکاریو د دوام غوښتونکی دی، خو د سیمې ثبات د سیمې د ټولو هیوادونو په ګډ کار او همکاریو پورې اړه لري.