په هغه ناسته کې چې په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ (۵ وری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د اوبو او انرژۍ او مالیې وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي شرکتونو مسئولینو، دریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند او د چارو ادارې لوی رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په حضور کې د برېښنا د تولید او ودانیزو چارو د یادو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.
د برېښنا شرکت مسئولینو د معلوماتو له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت له ۷۷ ترکي ساختماني او زولرستان شرکتونو، همدارنګه زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د ۴۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت، د برېښنا برخه کې د دوه پراختیایي پروژو قراردادونه لاسلیک کړل، چې د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو ساحې کې د ۲۲،۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید د دستګاه جوړولو او د هرات پل هاشمي سب سټېشن، سیارو سب سټېشنونو او د هرات نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پل هاشمي پورې د مزي لېږد پروژې پکې شاملې دي.
مسئولین زیاتوي، چې د دې پروژو په تطبیق سره به تر ډېره بریده د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي، د صنعتي برخې چارې به ور سره وغوړېږي او ګڼ شمېر هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي.
دغه راز د اوبو او انرژۍ او مالیې وزارتونو له کمال ظفر شرکتونو ګروپ او نوي عمري ساختماني شرکت سره، د ۶۹۰.۶ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د دوه ودانیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړل، چې په کابل ښار کې د ملت سوداګریز مارکيټ او په هلمند ولایت کې د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکيټ د جوړولو مشارکتي پروژې پکې شاملې دي.
د اړوندو وزارتونو د چارواکو په وینا، د یادو پروژو په تطبیق سره به شاوخوا ۲۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره او د ملي عوایدو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.