د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې هغوی د دې ولايت د ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی وويل، ځايي مسؤلين د امنيت تأمين او خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره تل هڅه کوي.
د ارګو ولسوالۍ علماوو او سپين ږيرو په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت ټولو برخو ته توجه لري وغوښتل، ترڅو په دې ولسوالۍ کې د سړکونو جوړولو او ترميم، د مدرسو او ښوونځيو جوړولو او د روغتيايي مرکزونو فعالولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی سره په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سراسري امنيت تأمين، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول او د خلکو د ستونزو لمنځه وړل د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دې برخې ته رسيدګي وکړي.