د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هيواد د صرافانو اتحاديې رئيس او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې هغوی د هيوادوالو او په ځانګړي ډول د صرافانو او پانګه والو د ځاني او مالي امنيت په تأمين خوښوي وښوده او د هيواد د اقتصادي وضعيت په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی زياته کړه، د هيواد صرافانو د يو صنف په توګه د سوداګرۍ، پانګونې او پيسو لېږد په برخو کې اغېزناک رول لوبولی دی او هیوادوالو ته يې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
د صرافانو اتحاديې غړو د اسلامي امارت له لوري په مختلفو په ځانګړي ډول سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لازمو اسانتياوو په برابرولو خوښي وښوده او همداراز د هيواد صرافانو ته د مالیاتو د تادياتو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت پخپلو ټولو امکاناتو پانګه والو او اصنافو ته په مختلفو برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هڅه کوي او له هغوی يې وغوښتل ترڅو د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.