د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد الکبير په کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا راتوت او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي راتوت له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله او لدې امله یې مننه وکړه. نوموړي وویل، تېر کال د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را ایستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.
ښاغلي اندريکا راتوت زیاته کړه، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ترې ۲ میلیارده ډالر وغواړي.
نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پېلېدو ته اندېښنه څرګنده کړه وې ویل، په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره کافي وخت ورکړل شي او په زور وېستلو ته اړ نشي. هغه دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند، ناسم او د بشري مرستو پروړاندې خنډ یاد کړ.
ښاغلي اندریکا راتوت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ وویل، نوموړی به په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر وکړي او د یاد هیواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي د کاسا زر سیمه ییزې پروژې د پيل په برخه کې هم د اسلامي امارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي؛ دغه راز د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.
په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې وویل، دوی به د یادې ناستې له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړیوالو سره شریکې کړي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې مشر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو مننه وکړه وې ویل، د پرلپسې وچکالۍ او اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.
محترم مولوي عبد الکبیر زیاته کړه، دا مهال افغانستان امن دی، اداري فساد او نشه یي توکي کښت، قاچاق او تولید لمنځه تللی او زورواکي پایته رسېدلې چې له امله یې په هیواد کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د اسیا پراختیایي بانک او نورو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې خپلې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.