د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر تدروس ادهانم ګبریس او سیمه ییزې مشرې اغلې حنان بلخي سره په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست محترم ډاکتر قلندر عباد هم حضور درلود د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې لومړی د روغتیا نړیوال سازمان رئیس ښاغلي ډاکتر تدروس ادهانم له دې سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزو همکاریو مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره لوی تهدید دی چې له نېکه مرغه په افغانستان کې یې تر ډېره حده ریښې له منځه وړل شوي.
ډاکتر تدروس همدارنګه وویل، نړیوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو د ادامې غوښتونکی دی چې د دې لپاره له یاد سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزې همکارۍ اړتیا ده.
ورپسې د روغتیا نړیوال سازمان منطقوي مشرې اغلې ډاکترې حنان بلخی د خبرو پرمهال په بېلابېلو برخو کې د دې سازمان د همکاري له هغې جملې د پولیو ناروغۍ د تشخیص د لابراتوارونو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د روغتیا سکتور د متخصصینو لپاره د فیلوشیپ د زمینې برابرولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د روغتیا نړیوال سازمان د صحي مرکزونو د پیاوړتیا په برخه کې هم کوښښ کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو سره په خبرو کولو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانانو سره د یاد سازمان د دوامدارو همکاریو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء مرستیال وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سراسري امنیت تامین شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، معتادین راټول شوي او همدارنګه د پرلپسې واکسینونو له لارې د تخنیکي ټیمونو په وسیله د ماشومانو ګوزڼ او پولیو ناروغۍ د افغانستان له ټولو سیمو څخه پاکې شوي چې دا د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو څخه په مننې د دې سازمان مسوولینو څخه وغوښتل چې د روغتیا سیستم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هیواد په لیرې سیمو کې د صحي کلینیکونو د ایجاد، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.