د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر والي محترم حافظ محمداغا حکیم سره وکتل.
په پیل کې د پنجشېر والي محترم حافظ محمداغا حکیم د یاد ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت، سیمه ییزې حکومتولۍ او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، په دې ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او محلي مسوولین تل د خلکو د ستونزو د حل او خدماتو برابرولو کوښښ کوي.
د پنجشېر والي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې د یاد ولایت په لیرې سیمو کې د دیني مدرسو، ښوونځیو او صحي کلینیکونو پیاوړتیا او د پراختیایي پروژو تطبیق ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د پنجشېر ولایت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزراء مرستیال زیاته کړه. د سراسري امنیت تامین او د هیوادوالو د ستونزو درک او حلول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسوولین په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د شویو وړاندیزونو په اړه وویل،اسلامي امارت به تر خپله وسه رسیدګي ورته وکړي.