د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له یو تن مطبوعاتي شخصیت محترم محمد هاشم الکوزي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم محمد هاشم الکوزي په هیواد کې د اجتماعي وضعیت، سرتاسري امنیت او د رسنیزو او مطبوعاتي چارو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د خبریالانو او رسنیو اهل د ځاني او مالي امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه وې ویل، د هیواد ټولې رسنۍ د اسلام مبین دین او ملي ګټو د تعریف شوې ازادۍ په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
محترم محمد هاشم الکوزي همداراز د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د هیواد په کچه انکشافي پروژو او اجتماعي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت چارواکي، مسؤلیت لري د اسلام مبین دین او ملي ګټو په چوکاټ کې د خلکو د اجتماعي او اقتصادي وضعیت د ښه والي او رسنیو فعالیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د اجتماعي وضعیت ښه والي او انکشافي پروژو د تطبیق په برخه کې هڅې کوي.