د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او د کابينې يو شمېر محترمو غړو هم حضور درلود، د ښار او کور جوړولو وزارت له لوري د نېله باغ استوګنيزې پروژې د چارو پيل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
په پيل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو جوړولو له امله د ښار او کور جوړولو وزارت له رهبري، مسوولينو او کارکوونکو او د چين له ام سي سي ۱۹ او ای پي پي آر شرکت څخه مننه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته په هيواد کې په مختلفو برخو کې پام وړ پرمختګونه شوي دي، له هغې ډلې د امنيت تأمين دی چې يو لوی الهي نعمت دی او افغان ملت له کلونو ورسته ترې برخمن شوی، اداري فساد چې په هيواد کې يو بل لوی مصيبت و لمنځه وړل شوی، د نشه يي توکو کر، قاچاق، سوداګري او استعمال چې افغان ملت، ګاونډيان او د سيمې هېوادونه ترې ځورېدل منع شوی، روږدي راټول شوي او د قوش تېپې کانال، حلقوي سړکونو، د نوي کابل پروژې لومړی فاز او همداراز نېله باغ پروژه چې نن يې د کار پيل شاهدان يوو، پيل شوې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه: د خوښۍ ځای دی چې نن د ګاونډي چين په همکارۍ د ام سي سي ۱۹ او ای پي پي آر شرکت په وسيله نېله باغ لويه پروژه چې په لومړي فاز کې به يې ۱۴۰۰ اپارتمانونه جوړ شي او په اټکلي ډول به په مستقیم او غير مستقيم ډول شاوخوا پنځه زره کسانو ته کارموندنه وشي او لګښت يې شاوخوا ۷۱ ميليون ډالر اټکل شوی، د چين له لوري په بلاعوضه ډول جوړېږي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، دغه پروژه په هيواد کې د نورو انکشافي پروژو د پيل په څېر ده او روان کال به د کورني داخلي خصوصي سکتور او د مختلفو هېوادونو د کمپنيو او شرکتونو له لوري په مختلفو برخو کې په افغانستان کې زياته پانګونه وشي او اسلامي امارت پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت د سيمې او له سيمې هاخوا ټولو هيوادونو سره د نيکو اړيکو غوښتونکی دی څرګنده کړه، د افغانستان له لوري به ګاونډيو او له سيمې هاخوا هيوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نشي او په ځانګړي ډول چين ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت به تل د واحد چين د پاليسۍ ملاتړی وي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، موږ هيله لرو افغانستان د مختلفو دهليزونو له لارې د يو کمربند او يوه لار لويې پروژې او په ځانګړي ډول د بدخشان واخان سره وصل شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، هيله لرو د افغانستان او چين روابط لا زيات پراخ شي او له دې لارې د منځنۍ اسيا هيوادونو، اروپا او ايران ته سوداګريزه راکړه ورکړه وشي، په دې ساحه کې په اساسي ډول ريل پټلۍ او سړکونه جوړ شي او د دې سيمې ملتونه له يو بل سره په سوله ییز ډول ژوند ولري او د يو بل له پرمختګ څخه استفاده وکړي.