د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سیدحسن مرتضوي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي مرتضوي د وروستیو نړیوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې تر څنګ د کابل او تهران د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي سید حسن مرتضوي زیاته کړه، تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.
هغه زیاته کړه، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
نوموړي څرګنده کړه، تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې
همکاریو ته چمتو دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د ایران سفارت مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ پر اسرائیلو دایران برید له ځان څخه د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع مشروع حق یاد کړ.
نوموړي له افغانانو سره د ایران د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي.