د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې داروپا مېشتو افغانانو له یوشمېر استازو او د ټولنو له مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې له جرمني، برېټانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په پیل کې ډاکټر خوشال روهي د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، راغلي کسان په بهر کې ټولنې لري او د ډېرو افغانانو استازولي کوي.هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په تېرو دوه نیمو کالو کې پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې قانع ده.
نوموړي وویل، اوسنی نظام د ګڼ شمېر قربانیو پایله ده، چې باید چاته د حکومت د کمزوري کېدو او تخریب اجازه ورنه کړل شي.هغه زیاته کړه، بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري چې اسلامي امارت د هېواد په آبادۍ کې ورڅخه ګټه اخیستلی شي.
ډاکټر خوشال روهي د افغانستان اقتصادي او مالي سیاست او هڅې وستایلې او ویې ویل، افغانستان د قدرت له جزیرو، فساد، نا امنۍ او باجګیرۍ څخه ژغورل شوی دی.په سیمه او نړۍ کې هیڅوک د جګړې طرفدار نه دي؛
هغه غوښتنه وکړه، چې اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي. همدارنګه یې د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار د دروازو د پرانستلو هیله هم وکړه.
نوموړي وویل، د افغانستان عیني شرایط او وضعیت له هغه څه ډېر بدل دی، چې په رسنیو کې یې په اړه ناوړه تبلیغات کېږي او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به اروپايي هېوادونو ته د افغانستان رښتینی انځور ورسوي.
نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده چې په حکومت کې د ټولنې نور اقشار هم ځای او د حکومت اډانه پياوړې شي.
ورپسې د اروپا مېشتو افغانانو د دغه پلاوي غړې زرکې ملیار وویل، خوښه ده چې په افغانستان کې حضور لري او د افغانستان پرمختګونه له نېږدې ګوري.
نوموړې وویل، اوسنی فرصت د افغانستان د ابادۍ او د نظام د استحکام لپاره تاریخي ارزښت لري او اړتیا ده چې له افغانانو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکي پياوړې شي. هغې غوښتنه وکړه، چې په اسلامي نظام کې باید مېرمنې خپل ځان وویني او د ښځو لپاره دې د تحصیل او کار اجازه ورکړل شي.
نوموړې زیاته کړه، دوی به په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان په اړه حقایق وړاندې کړي، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ به د پل حیثیت ولوبوي او په رسمیت پېژندنې ته به کار وکړي.
دغه پلاوي ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د مشرانو دریځ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته ورسوي او هغوی به وهڅوي چې خپل هېواد ته سفر وکړي او پرمختګونه له نېږدې وګوري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، کابل ته د دغه پلاوي د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل، هیله من دی چې د افغانستان وضعیت نور هم له نېږدې وګوري او مثبت تاثر ترې واخلي
نوموړي وویل، په افغانستان کې اسلامي امارت ته له فتحې وروسته فلج افغانستان په میراث پاتې شو، چې اسلامي امارت د هېواد ابادي، د نظام پياوړتیا او فعالول له صفر څخه پیل کړل.
هغه وویل، اکثریت د هغه وخت مسؤولین وتلي وو او یا د وتلو په حال کې وو، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله عمومي عفوه اعلان کړه او ټولې ادارې دوباره فعالې شوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د امنیتي لیکو او د ادارو په رهبرۍ کې بدلون راوست خو پخواني امنیتي ځواکونه ټول خپله تللي وو، ځینې چې پاتې وو هغوی اوس هم د پوځ او پولیسو په لیکو کې خدمت کوي او هیچا ته ګواښ متوجه نه دی.
نوموړي زیاته کړه، ملت بیا هېڅکله هم واک ته د پخوانیو مفسدو مقاماتو د رسېدو هیله نه لري او نه غواړي چې افغانستان بیا د قدرت په جزیرو او دغصب، فساد او نشه يي توکو په مرکز بدل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت تر عمومي عفوې وروسته خپل اساسي لومړیتوب د اقتصادي ودې او بنسټیزو چارو ترسره کول وټاکل او په تېرو دوه نیمو کلونو کې په اقتصادي پياوړتیا او سوداګریزه برخه کې افغانستان په ښه مسیر روان دی.
د هغه په وینا، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې اشغال، فساد، جګړې او زورواکۍ ځپلی دی، په افغانستان کې د نفاق تخمونه کرل شوی، ورونه قومونه د شخصي ګټو لپاره دښمنۍ ته هڅول شوي او خلک په قوم، ژبې، سمت او مذهب ویشل شوي وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا نفاق له منځه تللی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اوس افغانستان د واحد افغان ملت او واحد اسلامي نظام څښتن دی او د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامه شوي دي.
هغه وویل، اوس په افغانستان کې د ملي یووالي د پياوړتیا، په خپلو پښو د ولاړ اسلامي او ملي نظام، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند کولو او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره ښه زمینه مساعده ده.
نوموړي زیاته کړه، د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي مشارکت، استقلال او ازادۍ ساتل تضمین شوي دي او افغانستان د ښه راتلونکې په لور ګړندي ګامونه اخلي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت لومړیتوب په افغانستان کې د دایمي سیاسي او اقتصادي ثبات تامینېدل او د یووالي ټینګښت دی او دوی په دې برخه کې له تېر څخه په درس اخیستلو قدم پورته کوي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په دې باور دی، چې افغانستان د سیمې د اتصال نقطه ده، سترې سیمه ییزې پروژې د افغانستان له حضور پرته نا ممکنه دي او دوی غواړي چې دغه پروژې عملي شي.
د هغه په وینا، تر اوسه لسګونه شرکتونو په افغانستان کې پانګونه کړې او له ډېرو نورو کمپنیو سره هم بحثونه روان دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه وویل: اسلامي امارت د سیمې او نړۍ د نظم او ثبات غوښتونکی دی، زموږ دریځ دا دی، چې موږ د ټولو هېوادونو استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لرو، زموږ استقلال ته هم باید درنښت وشي. اسلامي امارت هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه چاته ګواښ پېښ کړي
نوموړي یاد پلاوي ته وویل، په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی. تاسو کولای شي چې د افغانستان هرې سیمې ته له ویرې پرته سفر وکړئ او په اروپا کې مېشت افغانان وهڅوئ چې خپل هېواد ته راشي.
هغه د یاد پلاوي د دې وړاندیز هرکلی وکړ چې دوی دافغانستان اسلامي امارت او اروپایی هیوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي .