د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې راغلو استازو او علمي اشخاصو په هیواد کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد په ختمولو، د نشه یي توکو په منع کولو، د سترو انکشافي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، په هیواد کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي او ټول هیوادوال د ځاني او مالي مصؤنیت څخه برخمن دي.
ذکر شویو شخصیتونو او استازو د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت د پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې د اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه وغوښته.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د سرتاسري امنیت تأمین، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد محوه کولو او ټولو وطنوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو بهر مېشتو افغان کادرونو او متخصصینو وغوښتل چې بېرته راستانه او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.