د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ليدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره مناسبې سوداګریزې اړیکې د دې سبب شوي چې په کور دننه قیمتونه په ښه حالت کې پاتې او د لارو تړل کېدل یا بندېدل هم پر بازار منفي اغېز ونلري.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زياته کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت له خصوصي سکتور سره همکار دی چې له امله يې خصوصي سکتور هم په ښه ډول فعالیت کوي او د اسلامي امارت له لوري ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د ښاغلي نورالدین عزیزي په وینا، د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره په صادراتو او وراداتو کې پام وړ انکشاف راغلی دی. دغه راز افغاني توکي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او په نورو بازارونو کې یې هم ورته د بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي دي.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د سوداګرۍ او صنعت وزارت د رهبرۍ هڅې وستایلې وې ويل، د امارتي ادارو بېسارې هڅې او د افغانیو ټيکاو د دې سبب شوی چې هیواد کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې په مناسب حالت کې پاتې او هيوادوال مو هم د اړتیا وړ توکو د پېرلو توان ولري.
محترم مولوي عبدالکبير له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، د کورنیو تولیداتو د غوره کیفیت، د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زياته هڅه وشي.