د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په سپیدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې یادو مشرانو يو ځل بیا له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ او همکاري څرګنده او په بېلابېلو برخو کې يې د نورستان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
دغه راز د نورستان قومي مشرانو او مخورو په هېواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت او خلکو سره د اسلامي امارت پر چلند خوښي وښوده او په ياد ولایت کې د پراختیايي او بنسټيزو پروژو د تطبيق او ځوانانو ته د کارموندنې ترڅنګ يې د روغتیايي او پوهنیز بهیر د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د نورستان له راغلو قومي مشرانو او مخورو په مننې وویل، نورستان په تېر شل کلن جهاد کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وو او ولسونو یې ډېرې سختۍ ګاللي دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسؤلینو دروازې د افغانستان د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي او کوښښ کوي چې ستونزې یې ورحل کړي.
محترم مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په پای کې راغلو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره به يې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.