د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
نوموړي وویل د کابل ولایت مسوولین د امنیت تامین، د کابل خلکو ته د خدماتو او لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې تل کوښښ کوي او د هغوی د ستونزو په رفع کولو کې هم خپلې هڅې نه درېغوي.
د کابل والي په ټولو برخو کې د اسلامي امارت جدي پاملرنې ته په اشارې همدارنګه وغوښتل چې د ادارو د دویمي واحدونو ترمنځ د همغږي زیاتوالي ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست آلوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د اختر په ورځو کې د نیول شویو تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، لازمه ده د امنیت د تامین، ټولنیزې هوساینې د ایجاد او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره مسوولین زیات کوښښونه وکړي.