د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ګډې همکارۍ، د دوشنبې په ورځ ( ۳ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعات او رسنیو په مرکز کې د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو، درې ورځنی ملي بحث پیل شو.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، غیر دولتي موسسو، د کابل، غزني او بدخشان پوهنتونونو استازي برخه لري.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین، ډاکټر زین العابدین عابد وویل: د اقلیمي بدلون اصلي عامل د ګلخانهیي ګازونو انتشار دی چې ډیری یې په پرمختللو هېوادونو کې د فابریکو او صنعت د زیات پرمختګ په سبب رامنځته کیږي. که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړ ځایونو، تنوع حیات او نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لېدلې ده.
ښاغلي عابد زیاته کړه: پرله پسې وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو او زراعتي محصولاتو کمښت، د خلکو او ټولنو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړي او د دوی ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. د وروستیو تحقیقاتو له مخې افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان ویني او منفي نتایج یې تجربه کوي.
د ښاغلي عابد په وینا، اقلیمي بدلون یو بشري مسئله ده او له دې مسئلې سره باید سیاسي چلند ونه شي، د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره د دولتونو مشترکو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري.
دغه راز، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس، پخپلو خبرو کې وویل چې له دې بحث څخه زموږ هدف دا دی، ترڅو وکولی شو د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوو او هغه پروژې چې دا مهال په تعلیق کې دي بیرته پیل شي. ځکه اقلیمي بدلون یو بشري مسئله ده او زیان یې عامو خلکو ته رسیږي.
دغه بحث به د ناروې په اسلو ښار کې د افغانستان د اقلیمي بدلون د زیانونو او ناوړه اغېزو په هکله له یوه نړیوال کنفرانس سره، چې موخه یې تر نړیوالو د افغانستان غږ رسول او د اقلیمي بدلون په برخه کې د تعلیق شوو پروژو بیا پیلول دي؛ د ویډیو کنفرانس له لارې وصل او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو په اړه به د مسئولینو او متخصصینو لخوا هر اړخیز بحث او خبرې وشي.