د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
په پيل کې، ښاغلي بخیت افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي او غړو سفر له اسلامي امارت سره د یاد سازمان د غوره نیت او ښو اړیکو له امله وباله.
هغه زیاته کړه، اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته ژمن دي او یادونه یې وکړه، چې د دغه سازمان غړو هیوادونو د افغانانو د لومړيتوبونو تشخيص لپاره افغانستان ته د يو پلاوي استولو پرېکړه کړې ده.
ښاغلي ډاکتر طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان لخوا له افغانستان سره د مرستو په موخه د یوه ځانګړي صندوق جوړېدو یادونه وکړه او وې ويل، دغه صندوق د افغانانو لپاره د مرستو راټولولو په موخه جوړېږي.
نوموړي وویل، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو راټولولو او له نړۍ سره د افغانستان تعامل ته زمينه مساعده کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي داعش سره مبارزه او د اسلامي امارت له لوري د دې ډلې ځپل کېدل وستايل او وې ويل، په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلي کول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت هڅې پام وړ دي.
هغه ټينګار وکړ، د افغانستان ګاونډي هیوادونه چې د يو شمېر موضوعاتو په اړه اندیښنې لري بايد د رفع کولو لپاره يې اسلامي امارت سره له نږدې خبرې اترې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه وکړه او په اقتصادي برخه کې یې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې وستایلې.
ښاغلي بخیت زیاته کړه، د اسلامي هیوادونو لپاره د ښځو تعلیم او تحصیل ارزښتمن دی او دغه هیوادونه چمتو دي په تعليمي او تحصیلي برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه وې ويل، اسلامي امارت له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو او په نړیواله کچه د دغه سازمان له هڅو څخه مننه کوي.
هغه له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، هیله من دی د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او نورو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت په تېرو څه کم دریو کلونو کې په افغانستان کې داعش ډله ختمه کړې ده او هیچاته اجازه نه ورکوي دلته د نورو هیوادونو خلاف فعالیت وکړي او افغان خاوره د چا پر ضد وکاروي.
هغه وویل، په افغانستان کې یو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی، چې له ټولو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او په سیمه کې د همکاریو پراختیا، تعامل او ثبات غوښتونکی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، موږ له اسلامي هیوادونو سره ګڼ دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي مشترکات لرو او تمه لرو چې لا زيات پياوړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري دوام وکړي.
هغه د اسلامي نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې له اوسني فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، په تېرو نږدې دریو کلونو کې په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس په بدو کې د نجونو ورکول، له میراث د ښځو محرومول او په زور نکاح کول منع اعلان شوي او دا فرمان عملاً د تطبیق په حال کې دی.
هغه وویل، ټولې هغه ښځینه مامورینې او ښوونکې چې په دولتي ادارو او ښوونځيو کې یې کار کوه، له دندو څخه نه دي منفکې شوي او هغوی ته په کور معاشونه ورکول کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي هیوادونه باید د غزې په موضوع کې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي چې دغه سناریو په نورې اسلامي نړۍ هم تکرار شي.