د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا کتنو کې په چین کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي او د اترا ادارې له عمومي رئیس مولوي سید برات شاه ندیم آغا سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې په سپېدار ماڼې کې ترسره شوه، ښاغلي مولوي بلال کریمي په چين کې د افغانستان سفارت د چارو او لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، افغان ديپلوماتان د چین حکومت او ادارو سره غوره رسمي اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړه، د چین هیواد مسؤولین د داعش ،فساد، نشه یي توکو پرضد د اسلامي امارت مبارزې او په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایي.
ښاغلي کریمي په افغانستان کې امن ، شفافیت او ثبات، د کانونو او سوداګرۍ په برخه کې د چینایي پانګوالو د لیوالتیا سبب یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ګڼ شمېر چینایي پانګوال له افغان سفارت سره په اړیکه کې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سیمه او نړۍ کې د چین ونډې ته په اشارې له یاد هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې او د دواړو لورو په ګټه وبللې.
سیاسي مرستیال د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ غوړېدو په موخه په هغه هېواد کې د افغان سفارت پر لاډېرو هڅو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اسلامي امارت به د دواړو لورو سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
همدارنګه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اترا ادارې له عمومي رئیس مولوي سید برات شاه ندیم آغا سره هم ولیدل.
د اترا ادارې عمومي رئیس د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدماتو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه د دې ادارې پلان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړ.
ښاغلي ندیم اغا زیاته کړه، د دوی د ارزونو پر بنسټ اترا اداره د پخوا په پرتله له مسلکي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه په ښه حالت کې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اترا دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنګه په مخابراتي سکتور کې دې لا ډیر اصلاحات پلي کړي.