د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسئولینو، د چهارشنبې په ورځ( ۵ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال؛ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو د تر سره شوي درې ورځني ملي بحث، په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال، محترم ډاکټر زین العابدین عابد وویل: په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په تړاو ملي بحث کې د دې ادارې مسئولینو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو استازو؛ افغانستان ته د اقلیمي بدلون له امله د اوښتو او متوجه زیانونو په اړه خپلې څېړنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
ښاغلي عابد زیاته کړه، که څه هم د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغیزو څخه د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمن هېواد دی او دا یې پر نړیوالو حق دی چې په دې برخه کې د افغانانو بشپړ ملاتړ وکړي او د اقلیمي بدلون له خطرونو سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ۳۲ ځنډول شوې پروژې ژر پیل او تطبیق کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مرستیال په وینا، اقلیمي بدلون یو بشري مسئله ده او زیان عامو وګړو ته رسېږي، له همدې امله باید ور سره سیاسي چلند ونه شي او د دې پدیدې ننګونو او خطرونو ته رسېدنه؛ د حکومتونو ګډو اقداماتو او د ښکیلو اړخونو مشترک کار ته اړتیا لري.
ښاغلي عابد وویل: د افغانستان د چاپېریال ساتني د ملي پالیسۍ په اساس د اقلیمي بدلون مدیریت، د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دی او له اقلیمي بدلون سره د جوړښت په تړاو یې د اوبو مدیریت، کرنې، ځنګلونو او څړځایونو بیا احیا کولو او نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې سترې برنامې او پروژې تر لاس لاندې نیولي دي.
همداراز، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس، تاریا واټر دال، په دې کنفرانس کې وویل: د دې درې ورځني بحث څېړنو وښودله چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن هېواد دی. هغه زیاته کړه چې نړیوال دې دا مسئله نه سیاسي کوي او په دې برخه کې دې د افغانانو بشپړ ملاتړ او لاسنیوی وکړي.