د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي فضل محمد حقاني خبرې وکړې او په ایران اسلامي جمهوریت کې یې د افغانستان سفارت د کړنو او فعالیتونو سربیره په یاد هیواد کې د مېشتو افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ حسنه مناسبات، همغږي او متقابل درناوی موجود دی او د افغانستان اسلامي امارت د سفارت مسؤلین د دغو مناسباتو د لازیاتې پیاوړتیا او پراختیا هڅې کوي.
محترم حقاني څرګنده کړه، د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان مهاجرو، سوداګرو او محصلینو ستونزو ته رسیدګي شوې او د حل په اړه یې د شته امکاناتو په چوکات کې لازم اقدامات شوي دي.
په ایران کې د افغانستان سفیر، په یاد هیواد کې مېشتو ټولو افغانانو ته د اړتیا وړ تذکرو او پاسپورټونو د وېش په اړه د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او کړنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو سره متقابل درناوي او نېکو اړیکو ته متعهد دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز زیاته کړه، اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو اړوند مسائلو ته د رسیدګۍ په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.