د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير تېره پنجشنبه، د غويي شپږمه د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په کابل کې د قزاقستان سفیر هم حضور درلود، ښاغلي سریک ژومانګارین وویل، قزاق چارواکي د اسلامي امارت لاسته راوړنې څاري او قزاقي سوداګر او پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د پرمختګونو په ستاینې وویل، هېواد یې له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، ترانزیټ او پانګونې ته چمتو دی.
ښاغلي ژومانګارین افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسيو ورکړې ته چمتووالی وښود او څرګنده یې کړه، دا مهال افغانستان د سیمې په کچه د ارامۍ بېلګه ده له همدې امله نړۍ غواړي په بېلا بېلو برخو کې له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د کابل او الماتا تر منځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه وکړه وې ویل، په فرهنګي برخه کې له افغان حکومت سره دوه اړخیزو همکاریو ته چمتو دي. نوموړي د سیمې په کچه د لویو پروژو د پیل غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د سیمې د ثبات لپاره د سیمه ییزو پروژو عملي کول مهم دي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر او د افغان – قزاق نندارتون پرانيسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوره بېلګه یاده کړه.
محترم مولوي عبد الکبیر پر دې په ټینګار چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د اړیکو پراختیا او د تعامل زیاتېدو ته لېواله دی وويل، د سیمې هېوادونه دې په ګډه د سترو سیمه ییزو پروژو په عملي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي چې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه، سیمه ییز اقتصادي او سوداګریز فرصتونه ایجاد، تشخیص او ترې استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالکبير په افغانستان کې د قزاقستان پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه وې ويل، اسلامي امارت په افغانستان کې په بشپړ ډول سرحدات کنټرول کړي، نشه يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت یې احیا کړی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال، په سیمه کې امن او ثبات د ټولو په ګټه یاد کړ وې ویل، د سیمې د ثبات لپاره اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه په ګډه د منطقې ثبات او توسعې ته پراختیا ورکړي.