د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په کابل کې له مېشتو یو شمېر سیاسي شنونکو او رسنیزو فعالینو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو سیاسي شنونکو له اسلامي امارت څخه ملاتړ، خپل دیني مسؤلیت یاد کړ او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په پيل کې ښاغلي عبدالشکور دادرس د نورو په استازولۍ وویل، افغان سیاسي مبصرین د دیني ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د روانو چارو او سیاسي مسایلو په اړه خپل نظرونه له ولس سره شریکوي.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم د حکومت لخوا په لویه کچه له دوی سره د اړیکو او همکارۍ فضاء شته، خو اړتیا ده چې د لاښه فعالیت او اغېزمنتیا په موخه یو واحد ادرس رامنځ ته شي، څو د سیاسي شنونکو او حکومتي ادارو د همغږۍ سبب شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په کور دننه سیاسي شننونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمه برخه وبلله وې ويل، اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شنونکو ملاتړ کوي او د نظام د تقویت او چارو د اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکې او نظرونه په ورین تندي اوري.
محترم مولوي عبد الکبیر څرګنده کړه، د سیاسي مبصرینو وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړونده ادارې لاس په کار شي او د همغږۍ په موخه به ورسره د لا ډېرو لیدنو فرصت رامنځ ته کړي.