د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په سپېدار ماڼۍ کې د جلا جلا کتنو پر مهال په ایران کې له افغانستان له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په متحده عربي امارتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره وکتل.
په لومړۍ کتنه کې ښاغلي بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د افغان سفارت د چارو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ويل، د هڅو په پایله کې یې په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې مېشتو افغانانو ته د پېژند پاڼو او پاسپورټونو په وېش سربېره د هغوی ډېرې ستونزې هوارې کړي دي.
د ښاغلي بدرالدین حقاني په وینا، د متحده عربي اماراتو له پانګوالو سره په اړیکه کې دي او هغوی په افغانستان کې د کرنې او لوړو زدکړو په برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښکاره کړی دی.
په دې کتنه کې محترم بدرالدین حقاني په ابوظبۍ ښار کې د افغان سفارت یو لړ وړاندېزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
همدارنګه په یوې بله کتنه کې په ایران اسلامي جمهوریت کې افغان سفیر فضل محمد حقاني وویل، د ایران له حکومت سره یې اړیکې په ښه حالت کې دي.
نوموړي زیاته کړه، دا مهال ګڼ شمېر افغان محصلین د ایران په پوهنتونونو کې پر زدکړو بوخت دي او ډېر ژر به هغوی ته د پېژند پاڼو او پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.
ښاغلي فضل محمد حقاني زیاته کړه، په ایران کې د افغان کډوالو په تړاو له ایراني لوري سره په تماس کې دي او هیله لرو چې د دواړو لوریو د همکارۍ په پایله کې به په ایران کې د مېشتو افغانانو ستونزو او وړاندېزونو ته رسیدګي وشي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، په ابوظبي او تهران کې له افغان سفیرانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې له نړۍ او ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د رياست الوزراء د سیاسي مرستیال په وینا، له هيواده بهر دې افغان استازولۍ له کوربه هېوادونو سره په همغږۍ په هغو هېوادونو کې د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبير څرګنده کړه، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې ښې اړیکي غواړي او افغان استازي باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټ په اړه شته فرصتونه او د تعامل سیاسي اراده کوربه هېوادونو او پانګوالو ته ښه توضیح کړي.