د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو يو شمېر علماوو، مجاهدينو او سپين ږيرو او د هيواد د روغتيايي چارو يو شمېر متخصصينو او ډاکترانو سره وکتل.
د دې ليدنې په پيل، هغوی د ولايتونو او په مجموع کې د ټول هيواد د ټولنيز، امنيتي، روغتيايي او د ښوونې او روزنې وضعيت په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی په ټول هيواد په ځانګړي ډول ولايتونو کې د امنيت پر تأمين خوښي وښوده او زياته يې کړه، اوس خلک په ارامه خپلو چارو ته رسيدګي کوي او هېڅ ډول امنيتي اندېښنې نه لري.
هغوی همداراز د اسلامي امارت مسؤلينو څخه وغوښتل چې د انکشافي پروژو پيلولو، د ښوونې او روزنې پراختيا او روغتيايي کلينيکونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په مقابل کې د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول خپله اساسي ژمنتيا او دنده بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په يادو ولايتونو کې د ښوونې او روزنې، روغتيا او انکشافي چارو په برخه کې د هغوی غوښتنو په اړه وويل، اسلامي امارت يادو چارو ته جدي پاملرنه لري او د امکاناتو په چوکاټ کې به لازم اقدامات ترسره کړي.