د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاوشینګ او مل پلاوي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې ښاغلي ژاوشینګ د چین او افغانستان اړیکې د دوه دوستو او تاریخي ګاونډیانو په توګه وستایلې او وې ویل، دا مهال دا اړیکې په ښه حالت کې قرار لري چې کولای شو هغه د سیمې په کچه بېسارې وبولو .
هغه زیاته کړه، د چین دولت په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دې اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.
د چین ولسي جمهوریت سفیر وویل، هیواد ییې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زده کړو لنډمهالې دورې برابروي.
ښاغلي ژاوشینګ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو د لېوالتیا یادونه وکړه او وې ویل، د دواړو هیوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او چینایي تاجران او پانګوال مایل دي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د چین ولسي جمهوریت سفیر په هیواد کې وروستیو سېلاب ځپلو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ د چین سره صلیب له لارې د خپل هیواد د سل زره ډالرو مرستې یادونه وکړه او وې ویل، دا مرستې به ژر د اړوندو مسوولینو لاسونو ته ورسېږي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چین ولسي جمهوریت ښاغلي سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي وبللې او وې ویل، د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، کلکې او نه شلېدونکې وې او اسلامي امارت په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د دې اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتونکی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په نړیوالو ټولنو لکه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په اړه د چین دریځ د دې هیواد د رهبرۍ د سمو سیاستونو پایله وباله او وې ویل، اسلامي امارت د دې دریځ په قدرداني د واحد چین د پالیسي او د دې هیواد د اقتصادي پروژو لکه یو کمربند یوې لارې ملاتړ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان کانونو او طبیعي زېرمو ته په اشارې وویل، افغانستان د بېساري کانونو او زېرمو لرونکی دی او دا د چینایي شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی چې د دې زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هر ډول پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د چین ولسي جمهوریت سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او هیچاته د ګاونډیو، سیمې او له سیمې اخوا هیوادونو د امنیت په ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو څخه هم غواړي چې د متقابل درناوي په اساس له افغانستان سره چلند وکړي.