د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې د اسلامي امارت د کابینې يو شمېر محترمو غړو او مسؤلینو هم حضور درلود، محترم مولوي عبدالکبیر ټولو فارغ شويو محصلینو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وویله.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان رغاونه د افغانانو مسؤلیت ياد کړ وې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي د روزل شويو افغانانو پر مټ کان کيندنې ته زمينه مساعده کړي، ترڅو له یوې خوا کاري فرصتونه رامنځته او له بلې خوا د لویو پروژو پلي کولو ته مالي منابع پيدا شي.
نوموړي پر نړیوالو کمپنیو هم غږ وکړ، چې په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه رامنځته شوي او کولای شي د طبیعي زېرمو راسپړلو په برخه کې پانګونه وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې له فرصت څخه په استفادې په هیواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شويو هیوادوالو ته د خواخوږۍ او غم شریکۍ مراتب وړاندې کړل او په ګاونډیو هیوادونو کې يې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند یادونه وکړه او له کوربه هیوادونو څخه يې وغوښتل چې له هغوی سره د نړيوالو اصولو په رڼا کې سم چلند وکړي.