د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
د دې کتنې په پيل کې د روسیې سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف وویل، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې لا وغوړيږي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولای شي د سیمې ثبات او د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
ښاغلي دیمیتري ژیرنوف د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د روسیې د مثبت نظر په یادولو سره وويل، مسکو په مهمو جلسو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.
نوموړي دغه راز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون د بلنې ترڅنګ د دې ناستې په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ او مرستو قدرداني وکړه وې ویل، له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولای شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.
محترم مولوي عبد الکبیر د روسیې حکومت له رسمي بلنې څخه په مننې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.