د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۱۸ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري ناستې پر مهال، د یو شمېر مهمو کړنو او لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس، عبدالرحمن رحماني، په دې خبري ناسته کې وویل: د بلخ ولایت، چمتال ولسوالۍ سب سټېشن د رغولو چارې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوي او نږدې ۱۲۰۰ پېرودونکي له برېښنا څخه برخمن شوي دي. دغه راز، د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د پاتې چارو او دشت الوان سب سټېشن د پراختیا پروژو د بشپړولو موافقتنامه د افغانستان برېښنا شرکت او د افغان انوېست شرکت ترمنځ لاسلیک شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره پېرودونکو ته برېښنا ورسېږي.
ښاغلي رحماني زیاته کړه، چې د غزني – کندهار ۲۲۰کیلوولټ لېږدونکي برېښنا مزي پروژې د پاتې چارو پیلول، د ارغندي- غزني ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي د سرکټ رغول، د نورالجهاد سب سټیشن د ډیزاین، جوړولو او نصب چارو پیلول، د پنجشیر ولایت د پارندې برېښنا بند د رغولو چارو پیلول، د میدان وردګو ولایت د چک او کونړ ولایت د ماڼوګي برېښنا بندونو د پاتې چارو پیلول، د سروبي برېښنا بند د جنراتور ترمیم او د اسعد آباد برېښنا فابریکې د رغونې چارو بشپړېدل، په تېر کال کې د برېښنا شرکت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس د معلوماتو پر بنسټ، د تېر کال پر مهال د میوند ولسوالۍ د برېښنا شبکې او د غزني ولایت د ۱۴ پایې ټرانسفرمرونو چارې بشپړې شوي، چې له امله یې په ټولیز ډول ۸ زره پېرودونکو ته برېښنا رسېدلې ده. همدارنګه له عسقلان څخه تر کندز هوایي ډګر پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا او د کابل له ارغندې څخه تر لوګر، پکتیا او خوست سب سټېشن پورې د نوري فایبر مزي هم رغول شوي دي.
دغه راز، ښاغلي رحماني څرګنده کړه، چې په تېر یوه کال کې، د برېښنا رسونې په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶۷ پایې استوګنېز ټرانسفرمرونه له شبکې سره نښلول شوي، چې په پایله کې یې ۲۸۳۴۴ پېرودونکي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شوي دي.
په دې خبري ناسته کې، د یاد شرکت مسئولینو زیاته کړه: د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید دستګاه د طرحې وروستي کول، د نورالجهاد له سب ستیشن څخه د هرات تر پل هاشمي سب ستیشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو طرحې وروستي کول، د کابل ولایت د تره خیلو د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت او د ننګرهار ولایت حصار شاهي د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د سولري برېښنا تولید طرحې وروستي کول، په کندهار کې د سولري برېښنا ۸۰ میګاواټه په ظرفیت د دستګاه جوړولو، هرات کې د بادي برېښنا ۲۰۰ میګاواټه دستګاه جوړولو، بغلان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید دستګاه جوړولو، هرات، پنجشیر، کونړ او بادغیس ولایتونو کې د نیمه کاره پروژو بشپړولو ته د پانګوالو لیوالتیا، د یاد شرکت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کیږي.
د مسئولینوپه وینا، د برېښنا بېلونو سیستم کې ۴۸۰۰ مېټرونه ثبت شوي، ۴۱۵۶۱ انالوګ مېټرونه ډیجیټل ته تبدیل شوي، چې د ضایعاتو راټېټولو، شبکې اصلاح او د عوایدو کچې لوړوالو برخه کې یې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه، مسئولینو وویل: په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برېښنا او د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته د برېښنا پېر له درکه ټول پورونه ورکړل شوي دي. ازبیکستان ته ۸۶.۹ میلیونه، تاجیکستان ته ۶۶.۱ میلیونه، ترکمنستان ته ۳۶.۸ میلیونه او ایران ته ۳۷.۷ میلیونه امریکايي ډالر، دغه راز د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالر ورکړل شوي دي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال کې د څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د ۱۰۴ پروژو تړونونه لاسلیک شوي، د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اجناسو ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلي شوي دي.