د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم یو شمېر مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې ناسته کې د هزاره قوم مشرانو ډاکټرجعفر مهدوي ، اسدالله سعادتي ،استاد محمداکبری او محمداصف فروغ د اسلامي امارت د تېرو څه کم درې کالولاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
یادو مشرانو د هزاره قوم د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د خپلو حقوقي ستونزو او دوسیو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، دوی د اسلامي نظام په عدالت باور لري. هغوی زیاته کړه، په افغانستان کې ،مذهبي او ژبني تعصبات، نفاق، قومي ټیکه داري او د قومونو جنګول ختم شوي او د یووالي لپاره کار کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د هزاره قوم له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، په اسلامي نظام کې هیڅ ډول تبعیض، تعصب او قومپالنه ځای نه لري، بلکې اساس خلکو ته خدمت کول دي.
نوموړي وویل، افغانستان او اسلامي نظام ټولو افغانانو پورې اړوند دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې عدالت په ټولو یو شان پلی کېږي. په اسلامي امارت کې هیڅوک د چا حق نشي خوړلی او که څوک د خپل حق د تلف کېدو اندېښنه ولري، محاکمو ته دې مراجعه وکړي. محاکم په پوره استقلالیت خپل کار مخته وړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې قومي، سمتي او ژبنی تعصب او نفاق ځای نه لري، ټول افغانان دې په ګډه د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.