د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.
په پیل کې یادو پانګوالو او سوداګرو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د زمینې برابرېدو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته د اسلامي امارت له لورې د لازمو اسانتیاؤ پر چمتو کولو خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه، د اقتصادي زمینو د پراخیتا هڅې او له پانګوالو او سوداګرو څخه د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ د دې لامل ګرځېدلی چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.
ترکي سوداګرو او پانګوالو په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او د افغانستان په زېربناؤ کې د خپلې پانګونې د چمتووالي خبر ورکړ او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پر مهال د دوی د نېک نظر او په هیواد کې د پانګونې په هکله د دوی د لېوالتیا قدرداني وکړه.
د ریاست الورزاء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلې کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. دغه راز یې د ترکیې هیواد په ګډون له ټولو بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.