د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتيکا ولايت د چهاربران ولسوالۍ يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی مولوي حاجي عبدالله مفتون د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او محلي حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت مجاهدينو د زيار او قربانيو په نتيجه کې په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تأمين دی او ځايي مسؤلين خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
نوموړي همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د مدارسو، ښوونځيو او کلينيکونو جوړولو او د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سرتاسري امنیت تأمین او خلکو ته د هوساينې او لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د مطرح شويو وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د خلکو امکاناتو په چوکاټ کې ورته رسيدګي وکړي.