د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پیل کې د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د یاد ولایت د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او محلي حکومتولۍ او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته راپور ورکړ.
نوموړي وویل، مجاهدین او د اسلامي امارت مسؤلین په دې ولایت کې د امنیت تأمین او د خلکو د ستونزو لمنځه وړو لپاره تل هڅې کوي.
د پکتیکا مرستیال والي همداراز وغوښتل، ترڅو په لرې پرتو سیمو کې د انکشافي پروژو تطبیق او د مدارسو او ښوونځیو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د پکتیکا ولایت د مسؤلینو فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خلکو ستونزو ته رسیدګي او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت مسؤلیت وباله وې ویل، د دې کار لپاره باید ځایي مسؤلین لا زیاتې هڅې وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې یادو وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي او همداراز له ټولو مجاهدینو او مسؤلینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د سراسري امنیت تأمین په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.