د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو د ریاست الوزراء د اداري مرستیال په حضور کې د چهارشنبې په ورځ (۲۶ غویی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال د ساده شویو پروسو تطبیقي هوکړه لیکونه او د پروسو ساده کولو د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کنفرانس کې وویل: د اسانتیا رامنځته کولو او دولتي ادارو کې د کاري مفیدیت زیاتوالي، د مراجعینو ازدحام کمولو، د حکومت له کړنو نه د خلکو رضایت کچې لوړولو او د دولت او ملت ترمنځ د تعامل او همکارۍ پیاوړتیا په موخه؛ په دولتي ادارو کې د کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره ده.
محترم حنفي زیاته کړه: په ادارو کې د وخت نیونکو او پېچلو پروسو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. دغه مغلقې پروسې باید ساده او خلکو ته چټک او غوره خدمتونه وړاندې شي. اوسمهال د الکترونیکي حکومتولۍ د ترویج لپاره هڅې پیل شوي دي او مونږ ژمن یو چې د یادې حکومتولۍ پر مټ پېچلې پروسې ساده او اسانه کړو.
دغه راز، د چارو ادارې لوی رئیس، محترم شیخ نورالحق انور وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په داسې غونډه کې حضور لرو چې موخه یې ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او روڼتیا رامنځته کولو لپاره د اداري پروسو ساده کول دي.
محترم انور زیاته کړه، په وروستیو درې کلونو کې په دولتي ادارو کې ډېری اوږدې او پېچلې پروسې ساده شوي او اوس هم په دې برخه کې هڅې دوام لري. د نوموړي په وینا اوسمهال په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې موخه یې خلکو ته خدمت کول دي.
همداراز، د عامې روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو هم ویناوې وکړې او په خپلو خبرو کې یې خلکو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو، په اداري چارو کې د شفافیت ټینګښت او مؤثریت، د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو لپاره د پېچلو کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره وبلله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې وکړې.